زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپورراکړ، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي پرون د حکومتی کابینې د غونډې په څنډې کې افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ګټه ور بللو سره دخبریالانو په ټول کې ووئيل؛ له افغانستان سره په اړیکو کې د مونږ لپاره ملی ګټې او مهم چیلنجونه او ځیني مسئلې شته دي ، د اوبو له موضوع رانیولې ، په ایران کې د افغان پناه غواړو تر شتون او له دغه هیواد سره دتجارت دامنتی او د شیعیانو د امنیت پشمول د افغانستان د داخل امنیت او دپولو د امنیت له موضوعګانو سره تر اړونده بحثونو پورې مسلې چې اندازه ئې ترپام وړه ده .
عراقچي ووئيل؛له افغانستان سره داسلامی ایران په ملګرتیا کې یوه بله مهمه موضوع له نشه ایزو موادو له قاچاق او د د اعش په څیر له تکفیری ترهه ګرو ډلګیو سره له مقابلې سره اړونده ده . دا ټول ډیر مهم چیلنجونه او مشکلات حسابیږي چې له دغو مسئلو سره د مونږ ملی ګټې تړلي دي او طبیعي ده چې باید له افغانستاني لورو سره تعامل او خبرې اترې ولرو، له دې ورتیر چې له سیاسي پلوه دمونږ اړیکې په کومه سویه دي او آیا دا چې لازمه پيژندګلوي شوي او که نه ؟. د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دایران او افغانستان ترمینځ مسلې دخبرواترو له لارې د حل وړ دي ، ووئيل؛د اوبو مسئله له ډير اهمیّته برخمنه ده او د افغانستان له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په وروستیو خبرو کې ورسره ورباندې ټینګار هم شوی دی. دافغانسان حکومت د ایران دحق آبه تړون منلی او په هغې کتنې کې چې ددغه هیواد له ریس الوزرا ، دفاع اوبهرنیو چارو وزیرانو سره مو کړي ،هم مو ورباندې ټينګار کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4262540